کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ستاینه کړې او هغه یې «ډېر هوښیار، ځیرک او منونکی» مشر بللی دی.
ټرمپ ویلي، چې احمد الشرع تر اوسه داسې پرمختګونه کړي، چې د نړۍ پام یې ځان ته را اړولی دی.
د نوموړي په وینا، د سوریې اوسنی وضعیت او د الشرع مشرتابه د حیرانتیا وړ دی.
ټرمپ هیله څرګنده کړې چې له احمد الشرع سره به بیا یو ځل ملاقات وکړي او په بېلابېلو مهمو موضوعاتو ورسره هوکړو ته ورسېږي.
د ویلو ده، چې ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې سوریه د اوږدو جګړو، بندیزونو او نړیوال فشار سره سره، هڅه کوي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي.


















