دفاع وزارت: په خاکجبار کې د روسي BM21 توغنديو پخوانۍ زېرمه وموندل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ملي دفاع وزارت وايي، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د سروبې درېيمې پلي لواء د درېيم کنډک د کشف او استخباراتو ډلې د کابل ولايت خاکجبار ولسوالۍ د دربند باټو خېلو په تنګه کې د روسي‌ساخت BM21 راکټونو يوه پخوانۍ زېرمه موندلې ده.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دې زېرمې څخه ۱۸ دانې د BM21 دستګاه راکټونه او ۲۱ د هغو اړوند سرګلولې ترلاسه شوې زياتوي دغه مهمات په تېرو جګړو کې پاته شوي وو.

ملي دفاع وزارت وايي، د ورته نورو پټو زيرمو د موندلو لپاره هم د پلټنو لړۍ روانه ده او څرګندوي چې دا ډول پاتې شوني مهمات د خلکو د ژوند لپاره جدي خطر بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button