نورالدين عزيزي: افغانستان له شاوخوا ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې افغانستان دا مهال له نږدې ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او د هېواد اقتصادي حرکت به هېڅکله نه درېږي.
نوموړي دا څرګندونې د امام ابو حنیفې (رح) د څلورم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې هوکړه د چابهار بندر د یوې مهمې او مناسبې ترانزیټي لارې په توګه لا قوي کوي.
د ده په وینا، دواړه هېوادونه غواړي د چابهار او میلک لاره په یوه نړیواله ترانزیټي لاره بدله کړي او دا مسیر د اوسپنیزې کرښې په مهم دهلېز بدل کړي.
عزیزي همداراز پر دې ټینګار وکړ چې باید د سیمې د ټولو هېوادونو تجارتي لارې پرانیستې وي او د افغانستان خصوصي سکتور دې د سیمهییزو ستونزو په بدل کې د ځان بساینې لور ته ګړندی حرکت وکړي.



