متقي او تاجیک پلاوي د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي 

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

یو لوړپوړی تاجیک پلاوی چې د هغه هېواد د ځانګړي استازي په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې د سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي. په لیدنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراخېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

ښاغلي متقي د خبرو پر مهال وویل چې اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب او رغنده اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او تمه ده په نږدې راتلونکي کې د پام وړ پرمختګونه را منځته شي.

تاجیک پلاوي هم له افغانستان سره د اړیکو د لا قوي کېدو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه کولای شي په ګڼو برخو کې نږدې همکاري ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button