حماس د امنیت شورا پرېکړه لیک او غزې ته د نړيوالو ځواکونو د استولو امريکايي طرحه رد کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷لړم، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وروستی پرېکړه لیک رد کړی، چې د غزې په تړانګه کې د نړيوالو ځواکونو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکوي.

حماس وایي، دا طرحه د فلسطينيانو حقونه نه تضمينوي او هڅه کوي چې په غزه د نړيوال قیمومیت وتپل شي او د نړيوالو واکمني قانوني کړي.

د الجزيرې د راپور له مخې، د حماس مشر اسامه حمدان دغه پرېکړه “د فلسطيني ولس د دریځ تایید” وباله او ويې ویل چې د امريکا طرحه د اشغالګر رژيم د پلانونو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پرېکړه د نړیوال قانون خلاف ده، اشغال پای ته نه‌رسوي او نه هم د فلسطيني ولس د ژغورنې لپاره کومه واقعي ضامن قوه رامنځته کوي.

حمدان ټينګار وکړ چې په شرم‌الشيخ مذاکراتو کې د مقاومت د بې وسلې کولو موضوع هېڅکله نه وه مطرح شوې، او د فلسطيني ولس اراده د نړیوالو پرېکړو په ماتولو نه محدودېږي.

د ده په وینا، عربي ـ اسلامي طرحه چې مصر وړاندې کړې، د غزې د مدیریت لپاره تر ټولو مناسب بدیل دی او د امريکا پرېکړه د دې وړ نه ده چې د مقاومت لاره بنده کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button