مهاجرينو کميسيون: له بېلابېلو لارو ۱۵۱۵ کورنۍ مهاجرین بېرته راستانه او اړینې مرستې ورسره شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د وروستي راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ (۱۴۰۴ د لړم ۲۶) له سپین بولدک، تورخم، اسلامکلا، ورېښمو لارې او کابل مرکز څخه ټولټال ۱۵۱۵ کورنۍ او ۸۲۳۱ تنه مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي. یوازې د سپین بولدک له لارې ۹۷۰ کورنۍ او د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ راستانه شوې دي.
د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدو کميسيون وايي، په یادو لارو بېرته راغلي ۱۸۷۸ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د هغوی د تګ راتګ لګښت ورکول شوی. په دې ترڅ کې، له مهاجرینو سره د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا ۱۴۵۹ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
راپور زیاتوي چې د روغتیايي او خدماتي کمېټو له لوري بېرته راغلیو کورنیو ته بیړني روغتیايي خدمتونه، خواړه، اوبه، او مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې دي. ټولټال ۱۳۶۸ سیمکارتونه د وړیا دقیقو او انټرنېټي بستو سره یوځای وېشل شوي، او یوازې د نیمروز په ورېښمو لار کې ۸۴۷ تنه مهاجرین تداوي شوي دي.



