روسیې د امنیت شورا پرېکړه لیک رد کړ: د غزې په اړه طرحه له دوو دولتونو حل سره په ټکر کې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي، فاسيلي نيبينزيا، د غزې په اړه د وروستي پرېکړه لیک په اړه څرګنده کړې چې دا پرېکړه د “دوو دولتونو د حل” له اصولو سره سمون نه لري. نوموړي وویل، پرېکړه لیک د غزې د کنټرول د لېږد لپاره روښانه مهال وېش نه لري او ممکن د غزې تړانګه د لوېدیځې غاړې څخه جلا کړي.

د روسیې استازي ویلي، مسکو نشي کولای د غزې په اړه د امنیت شورا وروستی پرېکړه لیک تأیید کړي.

د هغه په وینا، دا طرحه د دوو دولتونو د حل له اصولو سره، چې په نیویارک کې پرې اتفاق شوی، برابر نه دي.

روسي استازي ټینګار کړی چې پرېکړه لیک د غزې د کنټرول د لېږد لپاره هېڅ روښانه مهال وېش نه وړاندې کوي او نه هم دا څرګندوي چې د سولې شورا یا نړیوال سوله ساتي ځواکونه به په کومه بڼه او کومو صلاحیتونو سره جوړېږي.

نوموړي ویلي چې په پرېکړه لیک کې هر څه واضح نه دي او ضروري تضمینونه چې پرې باور وکړای شو، پکې نشته.

مسکو خبرداری ورکړی چې دغه پرېکړه لیک ممکن د غزې تړانګې او لوېدیځې غاړې ترمنځ دایمي جلاوالي لامل شي، چې دا کار د فلسطین د قضیې پر سیاسي حل مستقیم منفي اغېز لري.

همدارنګه، چینایي استازي فو کونګ هم د امریکا په پرېکړه لیک انتقاد کړی او ویلې یې دي چې دغه پرېکړه د چین لپاره د جدي اندېښنې وړ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button