د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو او د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټیلیفوني اړيکه کې د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمې د وروستیو تحولات په اړه خبرې کړي.

بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خبرو کې د اسلامي امارت دریځ په سیمه‌ییزو همکاریو او د سیمه‌ییزو غونډو د جوړولو په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سیمې ثبات ساتل او همکاریو ته وده ورکول د افغانستان لپاره مهم لومړیتوب دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د خپل هېواد وروستۍ هڅې د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې تشریح کړې او پر دې يې ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره خبرې اترې او ډیالوګ مهم دی.

مربوطه مطالب

Back to top button