د افغانستان او ایران تر منځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې ميوې صادراتي تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د کابل د وچو مېوو صادرونکو اتحادیه وايي، د افغانستان اسلامي امارت، ایران، ازبکستان او هند د چارواکو ترمنځ د B2B او سوداګریز نښلون مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې د یادو هېوادونو لوړپوړو سوداګریزو استازو ګډون درلود.
د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د غونډې په څنډه کې د افغانستان او د ایران د کښتیو د یوه شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو مهم تړون لاسلیک شوی دی.
د دغه تړون له مخې، د افغانستان صادرات به د یاد ایرانی سمندري شرکت د کښتیو له لارې نړۍوالو بازارونو ته لېږدول کېږي، چې له امله به د هېواد د صادراتو د پراختیا لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته شي.



