د سوډان جګړه؛ دارفور ایالت په پشپړه توګه د جټک ملاتړ ځواکونو نیولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
له سوډان ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د چټک ملاتړ (RSF) ځواکونو دارفور ایالت په بشپړه توګه نیولي دي.
راپورونه زیاتوي چې د دارفور تر نیولو وروسته، د سوډان پوځ دفاعي لیکې ماتې شوي او شاتګ ته اړ شوې دي.
جټک ملاتړ ځواکونو دغه راز ادعا کړې، چې د پلازمینې خرطوم شاوخوا یې هم مهمې پوځي اډې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
بلخوا، د سوډان پوځ ویلي، چې لا هم د دارفور ایالت د ستراتیژیکو سیمو کنټرول له دوی سره دی او د جټک ملاتړ ځواکونو بریدونه یې پر شا تمبولي دي.
څارونکي وایي، که چټک ملاتړ ځواکونه دارفور نیولی وي، نو دا به د سوډان پر وضعیت مستقیم اغېز ولري او د جګړې پڼه به بدله کړي.
د سیمې خلک د خوراکي موادو، دواګانو او برېښنا له کمښت سره مخ دي او ملګرو ملتونو د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.



