اسامه حمدان: د امنیت شورا پرېکړه له اشغالګرو د امریکا ملاتړ څرګندوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه ښيي چې د امریکا حکومت په غزې کې د اسرائيلي اشغال ملاتړ ته دوام ورکوي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دفاع کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پرېکړه نه یوازې دا چې د فلسطیني ولس د حقونو ملاتړ نه کوي، بلکې د اشغالګر رژیم لپاره یوه نوې سیاسي پوښښ برابروي، څو خپلو حملو ته ادامه ورکړي.
اسامه حمدان ټینګار کړی، چې د غزې ملت به د دې ډول پرېکړو تر اغېز لاندې رانشي، او د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.
نوموړي له نړیوالو عدالتپالو هېوادونو هم غوښتنه کړې، چې د غزې د مظلوم ولس تر څنګ ودرېږي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر ضد خپل غږ پورته کړي.



