عبدالملک حوثي: یمن به تر پایه د فلسطین ترڅنګ ولاړ وي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” یو ځل بیا د فلسطین له ولس سره د خپل کلک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې یمن به تر وروستۍ شېبې پورې د فلسطیني قضيې او ولس تر څنګ ولاړ وي.
حوثي د یوې وینا پر مهال ویلي، چې د فلسطین قضیه د ټول اُمت قضیه ده او د یمن ولس د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ خپل ایماني، انساني او اخلاقي مسؤولیت بولي.
نوموړي ټینګار کړی، چې یمن د فلسطین د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکوي او که اړتیا شي، نو د اشغالګرو پر ضد به خپل مبارزانه دریځونه نور هم پراخ او پیاوړي کړي.
عبدالملک حوثي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د غزې پر تړانګه د صهیونیستي اشغالګرو وحشیانه بریدونه لا هم روان دي او زرګونه بېګناه وګړي پکې شهیدان شوي دي.



