واشنګټن: اوکراین دې د ناټو غړیتوب څو کاله وځنډوي؛ ټرمپ د ۲۸ مادو د سولې پلان تصویب کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
امریکايي ورځپاڼې وول سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د نوې تګلارې له مخې به اوکراین اړ وي چې د ناټو غړیتوب څو کاله وځنډوي.
سرچینې وایي، دا وړاندیز د واشنګټن د یوې پراخې سیاسي طرحې برخه ده، خو روسي چارواکو په اړه تر اوسه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی او سپینې ماڼۍ هم د پلان جزئیات نه دي افشا کړي.
په همدې تړاو، د NBC شبکې د معلوماتو له مخې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د ۲۸ مادو یو پراخ پلان تصویب کړی دی. دغه طرحه د امریکا د ځانګړي استازي ویټیکوف، د ولسمشر مرستیال فنس، د بهرنیو چارو وزیر روبيو او د ټرمپ د کورنۍ د غړي جېریډ کُشنر په ګډون چمتو شوې ده.
سرچینې وایي، یاد پلان د جګړې د کمولو، د خبرو اترو د بیا پیل او د یو سیاسي حل د موندلو لپاره عملي لارې چارې وړاندې کوي، خو تر اوسه د پلان بشپړ جزئیات رسماً نه دي خپاره شوي.



