دمشق: جنوبي سوريې ته د نتنیاهو سفر «غير قانوني» او د سوريې پر حاکميت خطرناک تېری دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت، د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنياهو هغه سفر په سختو ټکو غندلی چې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو او یو شمېر لوړپوړو پوځي چارواکو په ملتیا یې د جنوبي سوریې سیمې لیدلې دي.
وزارت ویلي چې دغه سفر «غيرقانوني» دی او د سوریې پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا «خطرناک تېری» ګڼل کېږي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه لیدنه د اسرائیلي اشغالګرو له لوري نوې هڅه ده څو په سیمه کې هغه حالت تحمیل کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره په ښکاره ټکر کې دی. د وزارت په وینا، دا ډول ګامونه د اسرائیلو د «دښمنۍ او اشغال د پیاوړتیا» تګلارې دوام ښيي او د سوریې د خاورې د پرلهپسې سرغړونو یوه برخه ده.
دمشق یو ځل بیا ټینګار کړی چې اسرائیلي ځواکونه باید له ټولو اشغالي سیمو ووځي، او څرګنده کړې يې ده چې د اسرائیل ټول اقدامات په جنوبي سوریه کې «باطل، غیرقانوني او بېاعتباره» دي او د نړیوال قانون له مخې هېڅ ډول حقوقي ارزښت نه لري.



