مهاجرينو کميسيون: تېره ورځ ۱۷۶۳ کورنۍ افغان مهاجرین هېواد ته راستنې او بېلابېلې مرستې ترلاسه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وايي، د هېواد له بېلابېلو لارو له بېلابېلو سیمو زرګونه افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او اړین خدمات ورته وړاندې شوي زياتوي د سپین بولدک له لارې ۱۲۰۷ کورنیو (۷۵۶۱ تنه) ثبت او ۶۰۵ کورنۍ (۳۶۳۰ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته خوندي لېږدول شوي، او هغوی ته مالي مرسته او کرایه هم ورکړل شوې ده.
همدارنګه، په تورخم کې ۴۵۹ کورنیو (۲۴۵۸ تنه) ثبت او ۳۷۶ کورنۍ (۱۹۳۶ تنه) ځینو ولایتونو ته لېږدول شوي، او ورته مالي مرسته او سیمکارتونه وېشل شوي. د نیمروز، هرات او کابل له لارې هم سلګونه کورنۍ ثبت او مرستې ترلاسه کړي، په ورېښمو لار کې یوازې ۱۰۶۵ تنه مهاجرینو ته روغتیايي خدمات برابر شوي دي.



