نورالدین عزیزي په نوي ډېلي کې د افغان شرکتونو له استازو سره ولیدل او په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ هند ته د سفر پر مهال په نوي ډېلي کې د «پراګتي» میدان په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د شرکتونو له استازو سره خبرې وکړې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې موخه د افغان شرکتونو د فعال حضور پیاوړتیا او د هند سره د اقتصادي همکاریو پراختیا وه.

په دې ناسته کې د افغان شرکتونو لپاره ځانګړې غرفې، د ویزو د اسانتیاوو، د افغان-هند ګډ نندارتون جوړول او د همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

وزارت ټینګار کړی چې د افغان شرکتونو فعاله برخه اخیستل د سیمه‌ییزو بازارونو لپاره مهم دي.

د وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی عزیزي د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی ترڅو د چابهار بندر د فعالولو، د هندي پانګونو د جذب، د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا او د افغانستان د ترانزیټي لارو د رول پیاوړتیا په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button