د سوډان جګړه؛ چټک ملاتړ ځواکونو پلازمېنه خرطوم کې پوځي الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د سوډان د روانې کورنۍ جګړې په لړ کې د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) ادعا کړې، چې پلازمېنه خرطوم کې یې د حکومتي ځواکونو یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده.

د دغو ځواکونو یوه ویاند ویلي، چې دغه الوتکه د خرطوم په شمال کې وویشتل شوه، چې له امله یې بشپړه تباه او عمله یې وژل شوې ده.

بل‌ لور ته، حکومتي چارواکو د پېښې پخلی نه‌دی کړی؛ خو سیمه‌يیزو سرچینو د الوتکې د نسکورېدو راپورونه تایید کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د چټک غبرګون ځواکونو او حکومتي پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو پر بل سخت بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وایي، چې د سوډان شخړه لا هم د پراخېدلو په حال کې ده او تر اوسه یې زرګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او میلیونونه نور یې له بشري کړکېچ سره مخ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button