په بادغیس کې د دوو قومونو ۳۵ کلنه شخړه په سوله ییز ډول هواره شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي شفیعالله ثاقب په مشرۍ پلاوي په منځګړيتوب په بادغيس ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ نږدې ۳۵ کلنه شخړه په سوله ییز ډول هواره کړه.
د ياد وزارت وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شخړه د غورماچ ولسوالۍ تخت خاتون سیمه کې د یوې حقوقي موضوع پر سر وه، چې له دواړو خواوو لس کسان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي وو. دواړو خواوو د سولې په ټغر سره کيناستلې او د ورورولۍ ژمنتیاوې یې تازه کړې.
دواړو قومونو د وزارت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې د درې لسیزو کړاوونه اوس د امن، ورورولۍ او ګډ ژوند په فضا کې پای ته رسېدلي.



