په ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د شېرزادو ولسوالۍ په ۱۴۴ کلیو کې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ ۱۵۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې د ۱۴۷.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، ۳.۵ کیلومتره کانکريټي سړکونه، ۶۶ کانالونه، ۱۶۲ پلچکونه، ۲.۸ کیلومتره استنادي دېوالونه، ۷.۷ کیلومتره نوي سړکونه او نږدې ۱۳۷.۵۰۰ کیلومتره کانالونه پاکول شامل دي.

ياد رياست وايي، د دغو پروژو په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button