صهیونیستي اشغالګرو په جنوبي لبنان هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، صهیونیستي اشغالګرو یو ځل بیا د لبنان په جنوب هوايي بریدونه کړي دي.

لبناني رسنۍ وایي، دغه بریدونه تېره شپه د اسرائيلي جنګي الوتکو له خوا د “نبطیه او صور” ولایتونو پر بېلابېلو سیمو ترسره شوي، چې له امله یې ګڼو ملکي کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د دقیقو تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي؛خو ځايي سرچینې وایي، چې په بریدونو کې څو تنه ټپیان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

حزب‌الله لا هم د دغو بریدونو په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي؛خو تمه ده چې ددې حملو ځواب به ورکړي.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له تېرې میاشتې راهیسې د حزب‌الله او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ پر سرحدي سیمو کې یوځل بیا نښتو زور اخیستی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button