یو اسرائیلي سرتېری تایلېنډ کې وژل شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، یو اسرائیلی عسکر چې د رخصتۍ لپاره تایلېنډ ته تللی و، هلته وژل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، دغه سرتېری د رخصتۍ په موده کې تایلېنډ ته سفر کړی و، خو د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی. تر اوسه د پېښې د دقیقو جزئیاتو او د وژونکو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د اسرائیلو پوځ د دغه عسکر مړینه تایید کړې؛ خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.
یاده پېښه پر داسې مهال رامنځته شوې، چې د اسرائیلو پر ضد د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کرکې فضا پراخه شوې ده.



