یمني سوداګر غواړي افغاني محصولاتو کې پانګونه وکړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
یو شمېر یمني پانګهوالو (کابل ټکی کام) وېب پاڼې ته ویلي، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، لکه انار، بادام، انځر، زردالو، چارمغز او پستې په برخه کې د پانګونې لیوالتیا لري.
یمني سوداګر وايي، چې افغانستان د لوړ کیفیت لرونکي طبيعي محصولات لري، چې په اسلامي نړۍ او نړیوالو بازارونو کې ورته پوره تقاضا موجوده ده. دوی له اسلامي امارت غوښتنه کړې، چې د پانګونې لپاره ورته لازم فرصتونه، اسانتیاوې او قانوني لارې برابر کړي.
د یمني پانګهوالو په وینا، دوی چمتو دي له افغان سوداګرو سره ګډ کار وکړي، صادرات پراخ کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاري پیاوړې کړي.
د افغانستان د کرنې، اوبو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي، چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او پانګونې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د ویلو ده، چې د یمن- افغانستان تر منځ اقتصادي نږدېوالی کولای شي د دواړو مسلمان ملتونو تر منځ اړیکې لا ژورې کړي.



