پلازمېنه خرطوم کې د حکومتي ځواکونو او چټک غبرګون ملېشو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د حکومتي پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) ترمنځ درنې نښتې روانې دي، چې دواړو خواوو ته پکې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو راپورونه ورکړل شوي.

سرچینې وايي، نښتې د ښار په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې روانې دي، چې پکې دواړو لوري درنې وسلې او یو پر بل هوايي بریدونه کوي.

ځايي اوسېدونکي وايي، له څو ورځو راهیسې د ښار ډېری برخې د چټک غبرګون ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلي؛خو حکومتي ځواکونه هڅه کوي له هوایي او ځمکنیو بریدونو سره بېرته نیول شوي ځایونه ونیسي.

د سوډان کړکېچ د اوږدې مودې راهیسې روان دی، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

نړیوالو ادارو او سیمه‌ییز هېوادونو پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

مربوطه مطالب

Back to top button