د احصایې ملي اداره: ژر به ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګې پرانیستل شي 

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس عبدالقهار حاجي ادریس وايي، د خلکو د لا اسانتیا لپاره به ډېر ژر په ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش نوې څانګې پرانیستل شي.

نوموړی زیاتوي چې له ولایتونو کې د تذکرو له موجوده مرکزونو سره‌جوخته، د اسانه خدمت یو شمېر مرکزونه هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې فعال دي او بېلابېل خدمات وړاندې کوي. د ادارې په وینا، دا مرکزونه د اسنادو او هویت د تائید په چارو کې مهم رول لري.

ورته مهال یو شمېر وګړي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له دغه اقدامه هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر باید هرڅه ژر او په منظم ډول پلی شي، څو خلک د وخت ضایعاتو او سفرونو له ستونزو خلاص شي.

مربوطه مطالب

Back to top button