ولسمشر اردوغان: که فلسطینیان دولت ونلري، سیمه به نا امنه وي او اسرائیل به هم خوندي نه وي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” یو ځل بیا د فلسطین د قضیې په اړه څرګندونې کړې او ویلي یې دي، که فلسطینیان خپلواک دولت ونلري، نو نه یوازې اسرائیل به خوندي نه وي، بلکې ټوله سیمه به له ناامنۍ سره مخ وي او جګړې به دوام وکړي.

اردوغان ویلي، اوس دا یو مثبت تحول دی چې نړۍ د یو فلسطیني دولت د جوړېدو پر لور روانه شوې ده او دا د سیمې د سولې لپاره اړینه اړتیا ده.

هغه زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د اسرائيلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سرغړونو په اړه خبرې کړې او ټرمپ ورسره ژمنه کړې، چې نتنیاهو به مهار کړي.

اردوغان ټینګار کړی، چې اسرائیل هېڅکله هم خپلو ژمنو ته پابند نه دي پاتې شوي او دا بیا ثابته شوه چې د هغوی له لوري ورکړل شوې ژمنې بې‌باوره دي.

نوموړي له نړیوالو هم غوښتي ،چې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ وکړي او د یو عادلانه حل لپاره جدي ګامونه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button