کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بامیانو ولایت په شپږو ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۱۷ شبکې بشپړې کړې او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې یې خلکو ته وسپارلې. د دغو شبکو په فعالېدو سره نږدې ۱۲۶۰۰ تنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو اسانتیا ترلاسه کوي.
د شبکو د سپارلو ترڅنګ، همدې وزارت په بامیانو کې د څښاک پاکو اوبو د ۱۲ نوو شبکو د جوړولو چارې هم پیل کړې چې ټولټال ۳۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه پروژې د مرکز بامیان او یکاولنګ ولسوالۍ کې عملي کېږي او د کابو ۵۱۰۰ تنو لپاره به د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره کړي.
ياد وزارت وايي، د نوو پروژو په بهیر کې به سلګونه کاريګرو ته د کار فرصتونه هم رامنځته شي.


















