محمد انعام الحق
اسلامي تمدن دعلم او پوهې ارزښت ته څومره ژمن پاتې شوی؟ ددې موضوع په اړه بايد کتاب ليکل شوی وای خو بياهم شونې ده چې دا څو ټکي به په مونږ کې د مبارزې هوډ او بريا ته درسېدو حس پياوړی کړي، ځکه يې لوستل دهر چا لپاره لازم بولم او له قلموالو څخه غوښتنه کوم تر څو دې لړۍ ته دوام ورکړي!
زدکړه او پوهه نړۍ ته بدلون ورکوي او انسانان ورسره پرمختګ کوي.
همدومره اهميت ته په کتو يې چې داسلام سپېڅلي دين په کومه اندازه دعلم او پوهې تاکيد کړی،د پوهانو او علماوو مقام يې معرفي کړی او په کومه کچه يې چې خپل اتباع په زدکړه مکلف کړي هيڅ دين او مذهب يې نه دومره اهميت بيان کړی او نه يې دومره تاکيد ورباندې کړی ځکه دلمر په څېر روښانه ده چې په لومړي نازل شوي آيت کې الله تعالی خپل پيغمبر ته د لوستلو وړانديز کړی (إقرأ) : ولوله او د مسلمانانو په مقدس کتاب قرآن کريم کې يو داسې سورة شتون لري چې دهغې په پيل کې الله تعالی دقلم په لويي او عظمت باندې قسم کړی ( ن والقلم) په داسې حال کې چې دا قرآن کريم او همدا شريعت په داسې مهال او داسې چاپيريال کې نازل شوي چې هلته علم او پوهې هېڅ کوم ارزښت نه درلود آن مفهوم يې نه درلود ؟! که ووايو چې زمونږ پيغمبر ته د امي لقب ورکړل شوی يعنې داسې چاپېريال چې هلته مدرسې او مکتب هيڅ شتون نه درلود ليکل او لوستل هيڅ هم نه ول.
د اسلام د مهم اساس، چې وحې ده؛ پيل يې په اقراء ترسره شو، په ښکاره توګه قرآن کريم کې بې شمېره آياتونه د علماوو او علم په فضيلت باندې مشتمل دي، تردې چې ويل شوي: يوازې هغه څوک چې دالله تعالی لويي او عظمت درک کولی شي، علماء دي.
ښه به داوي چې ووايو: دا د اسلام ځانګړی امتياز دی چې مسلمانان په کوم څه علم ونه لري نوپرې مکلف هم ندي، زمونږ په عزتمند اسلام کې هر يو عبادت له علم پرته ناشونی دی
دې حقايقو ته په کتو پوښتنه راولاړيږي او هغه داسې چې په غرب کې علم او پوهه له دين او مذهب څخه قطعا جدا ده؟
نو ددې پوښتنې ځواب هم په يو لړ حقايقو بنا دی:
لومړی داچې اوسنی عیسویت له علم او پوهې څخه په دومر لرې سرحد کې پروت دی چې د کليسا ګانو او پاپانو تر منځ د نظرونو او آندونو ستر ستر اختلافات موجود دي تر دې چې يوه کليسا په بله او يو پاپ په بل ايمان نه لري د دوی دغه اختلاف په سطحي توګه نه بلکې په اساسي جوهر کې سره مختلف دي ښه لا داچې آن د الله تعالی په پيژندنه کې هم سره مختلف دي.
تر دې چې يو ستر پاپ يې په خدای پېژندنه کې يو لنډ او محدود حد لري چې نشي کولی تر هغې مخکې لاړ شي
د عيسی علی نبينا وعليه السلام په اړه تر او سه د دوی ترمنځ کومه علمي نظريه نده موجوده، هغه څه چې دوی يې زمزمه کوي، د وهمونو يوه ټولګه ده او بس.
سبحان الله! قرآن کريم يې ډلې ټپلې تقسيموي او په اړه يې وايي:
چا ويل هغه دخدای زوی دی؟
چا ويل هغه خدای دی؟
چا ويل هغه دريم الهی بعد دی؟ والعياذ بالله!
هرکله چې خبره تر دې ځايه اوږده شي نو دوی په مجموعي توګه متوقف کيږي همدغه راز د دوی پاپان ډېرې خبرې د طوطيانو په څېر وايي که دحقيقت پوښتنه ورڅخه وشي بيا وايي نور نه پوهېږم.
همدغه ځای دی چې دعلم او مذهب تر منځ تصادم يې په غرب او اروپا کې رامنځ ته کړ.
اوس باید له دواړو لارو يوه غوره شي!
ځکه د مسيحيت او علم اجتماع نا ممکنه شوه، کليسا د غربيانو په قيادت کې پاتې راغله!
او د ډېرو رهبرانو په ارتداد او قتل يې فتوی ورکړه، ځکه چې چېرته هم عقل کار نه کاوه نو دوی هلته له خبرو کولو منع وو.
له نېکه مرغه سپېڅلی اسلام او مقدس قران کريم په خپله رڼا کې انسان تفکر او تعقل ته اړباسي.
له کايناتو څخه بحث، د افلاکو له حرکت څخه بحث، له آسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، ستورو، هوا، اوبو او بارانونو څخه بحث، آن له ژوند او مرګ څخه بحث …
هر علمي انکشاف د قران کريم د علمی اعجاز نوې نوې قضيې وړاندې کوي
او د قرآن کريم د يوې علمي اشارې ېوې کوچنۍ زاويې ته علماء ، محققين او پوهان تر قرنونو وروسته د ستونزو او تکليفونو په زغملو رسيږي.
په داسې حال کې چې قرآن کريم يې په يوه جمله او نقطه کې پوره کوي.
هوکې! دا يوازې او يوازې د سپېڅلي اسلام امتياز دی او د سر په سترګو وينو چې د قرآن کريم عظمت ته علم څومره عاجز او څومره پاتې راغلی!
مونږ د نورو په څېر د يوه ناپېژندل شوي څيز عبادت نه کوو، بلکې زمونږ معبود قرآن کريم د عقلي او نقلي دلايلو په مټ راپيژني او بيا يې مونږ په عبادت مکلفوي.
دا يوازې د اسلامي امت د علماوو ابتکار دی چې د علم کلام او فقهې په څير علوم يې وضع کړي.
لومړی علم يعنې خدای پېژندنه او دوهم بيا د دې لپاره چې په هغه جل جلاله ايمان لرو او دا زمونږ په عبادت او له هغه جل جلاله سره په اړيکه درلودو باندې ښکاره دليل دی.