د مهاجرينو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۸۵۴ کورنۍ په اجباري ډول راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ ليندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو پولو ۸۵۴ کورنۍ (۴۲۶۸ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او له ثبت، بایومیټریک، لېږد، روغتیايي او مالي برخو څخه یې اړین خدمات تر لاسه کړي زياتوي تر ټولو ډېر مهاجر د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي چې شمېر یې ۷۱۵ کورنیو ته رسېږي.

کمېسیون زیاتوي چې د لېږد په برخه کې مجموعاً ۱۷۵۸ کورنۍ (۱۲۴۸۴ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او نږدې ۹.۱ میلیونه افغانۍ د کرایې په ډول وېشل شوې دي. همداراز ۱۰۷۲ کورنیو ته ټولټال څه د پاسه ۸.۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.

د خدماتو په برخه کې زرګونه ډوډۍ، روغتیايي اسانتیاوې، څښاک‌اوبه، او نږدې ۹۰۵ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button