هند او افغانستان د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره په سفارتونو کې د سوداګریزو اتشو د ټاکلو پرېکړه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

هندي رسنۍ وايي، افغانستان او هند پرېکړه کړې چې په کابل او نوي ډیلي کې د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې ځانګړي سوداګریز اتشې وګوماري، څو د سوداګرۍ اړیکې لا پیاوړي شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې مسوول انند پرکاش ویلي، دا پرېکړه د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ د لیدنې په مهال شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې افغانستان به ډېر ژر خپل سوداګریز اتشه نوي ډیلي ته ولېږي، او هند هم د ورته اقدام لپاره چمتو شوی دی.

د دواړو هېوادونو د وزیرانو ترمنځ د خبرو اصلي تمرکز د سوداګرۍ پراخول، هوکړې پیاوړې کول او د ټرانزیټي اسانتیاوو ښه کول بلل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button