کابل ټکی کام (شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
مالیې وزارت وايي، نړیوال بانک په افغانستان کې د پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د پرې کولو لړۍ پیل کړې ده.
د وزارت په وینا، نړیوال بانک د هوکړهلیکونو او تصدیق شویو اسنادو ارزونه کوي او پیسې د TPMA له میکانېزم او یا د مالیې وزارت له لارې رسوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نړیوال بانک نږدې ۴۵ میلیونه ډالر هغو شرکتونو ته ورکوي چې اسناد یې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو مخکې بشپړ شوي وو زياتوي تر اوسه ۹.۳ میلیونه ډالر بهرنیو شرکتونو ته ورکړل شوي او ۱۶.۸ میلیونه ډالر د مالیې وزارت له لارې وېشل کېږي.
مالیې وزارت وايي، پاتې پیسې به په درېیم او څلورم پړاو کې ورکړل شي.


















