د مصر حکومت اخوان المسلمین پلوي ۱۵ تنه قاضیان له دندې لرې کړل

کابل ټکی کام ۰۲حمل/۱۳۹۴، سمسور ګیلاني
مصري سرچینو ویلي دي، چې د مصر حکومت د یوې تادیبي مجلس د دایرولو په ترڅ کې اخوان المسلمین پلوي ۱۵ تنه قاضیان له دندې لرې کړي دي.
د دغه مجلس ګډونوالو وویل، د یادو ۱۵ تنو قاضیانو په اړه یې د یوه راپور په ترلاسه کولو سره دا پرېکړه کړې ده، چې دوی د اخوان المسلمین پلويان دي.
دوی د ۵۵ نورو قاضیانو حکم د مارچ د میاشتې ۲۸م تاریخ ته ځنډولی دی.
دوی په دغه مجلس کې ویلي دي، چې د مصر د قاضیانو د لایحې پر بنیاد قاضي حق نه لري، چې د کوم سیاسي ګوند پلوي توب وکړي.
د یادولو ده، د مصر حکومت اخوان المسلمین ډله د یوې ترهګرې ډلې په نوم پېژني، چې د همدې له امله د دغه ګوند یو شمېر لوړ پوړي غړي د مصر په زندانونو کې بندیان دي.



