د هلمند بله ولسوالي هم د سقوط په حال کې

« تبصره »
د دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ ،چې د ۲۰۱۶ کال د پېل سره مو پر مخالفو وسله والو د ځانګړو عملياتو پلان جوړ کړ ، چې د دې پلان په جوړولو سره د کورنيو چارو په وزارت کې له وزيرانو پرته د نظامي جنراالانو او امنيتي ارګانونو مسؤ لينو پراخه غونډه وکړه ويې ويل ، چې له دې وروسته به د وسله والو مخالفينو څخه د لاسه وتلې لرې پرتې ولسوالۍ هم ونيول شي ؛ خو د اونۍ په دوام کې د هلمند ولايت خانشين د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړل شو.
د نوي کال۱۳۹۵ په راتګ سره په کابل پلازمينې او بلخ ولايت کې د غونډو په جوړولو سره چارواکو ولس ته ډاډ ورکړ ، چې د نوي کال د امنيت ساتلو لپاره زمونږ ځواکونه پوره چمتو والی لري ، چې د هوايي ځواکونو په مرسته زمونږ امنتي پوځونه د تېر کال په پرتله غښتلي شوي دي دا دی همدا اونۍ روانه ده ،چې د هلمند ولايت ديوې بلې ولسوالۍ چارچينو د سقوط راپورنه تر لاسه شول.
د هلمند ولايت نه مرکز ته را رسيدلي راپورونو کې ويل شوي ، چې وسلوالو طالبانو د دوو ورځو را په دېخوا د چارچينو د ولسوالۍ د ښولو لپاره جګړه پېل کړې ده او د هوشي او دوسنګ کوتل په سيمه کې سخته جګړه روانه ده .
طالبانو د چارچينو د ولسوالۍ په خوا و شا پوستو هم بريدونه پېل کړي دي ، د چار چينو د ولسوالۍ يو نظامي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيوته ويلي: که د چارچينو ولسوالۍ پو ځي ساتونکو ته نورې مرستې ورونه رسول شي ؛ د چارچينو ولسوالي د سقوط په حال کې ده.
ټول نظاميان دجګړې دکاميابيو لپاره تبليغات ګټور بولي او د جګړې د ګټلو لپاره تبليغات ځانګړی رول لري، په ۱۸۳۹م کې چې انګريزانو الکزاندر برنس دجګړې د ماموريت قوماندان کابل ته را ولېږه ، غوښتل يې چې د شاه زمان امپراتوري ختمه کړي او ټول واک يې خپل شي ؛ خو د انګريز د جګړې قوماندان برنس به ويل : څومره سوچ چې د جګړې د ګټلو لپاره کېږي ؛ په هغه اندازه تبليغات پکاردي ، دا نه چې جګړه پرشا روانه وي او تبلغات دپرمختګ کېږي.
د ملي يوالي د حکومت ددفاع وزارت همدا ډول روان دی ورځ تر ورځې ولسوالۍ له لاسه ورکوي او تبليغات دکاميابيو کوي.
زه خو وايم چې زموږ دفاع او کورنيو چارو په وزارت کې د داډول روحيې اشخاص په ګوته شي چې د جګړې پرځای د سولې او امن لاره ونيسي؛ نور ددې مظلوم ولس له سرونو د جګړې تورې وريځې له منځه لاړې شي، د هېواپه سياسي ګوندونو، قومي او نظامي مشرانو کې جګړې په ځای د امن او سولې احساس راپيداشي ، چې دسولې لپاره شرايط برابرکړي، نور هغو ځوانانو له اوږې ټوپکې کوزې کړي ، چې په ډزو يې ولسي وګړي وژل کېږي ؛ نور د ولسواليو دسقوط د خبر پر ځای ولسواليو کې د امن او پرمختګ راپورنه ورکړل شي.



