په غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په هوايي بريدونو کې ۲۴ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرائیل له لوري د اوربند د تازه نقض په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه د غزې ښار، دیرالبلح او د نصیرات په کډوالو کمپ کې ترسره شوي دي.

ځايي چارواکو دا بريد د تېرې اوونۍ د اوربند تر تر ټولو دروند نقض بللی او زیاتوي چې تر اوسه پورې اسرائیلي اشغالګرو ۴۹۷ ځله اوربند مات کړی دی چې د اوربند له اعلان راهیسې د اسراییلو په بريدونو کې ټولټال ۳۴۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي چارواکي ادعا کوي چې دا بریدونه د حماس د یوه غړي د اقدام په غبرګون کې شوي، خو د حماس ویاند دا څرګندونې «بې بنسټه او پلمه» بللې او ویلي یې دي چې اسرائیل د اوربند د دوام د پرېکون پریکړه له وړاندې کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button