کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د هرات ځايي امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولایت د شینډنډ (زاول) ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات – کندهار پر لویه لاره د مسافر وړونکي ۴۰۲ بس او فلاینکوچ د سخت ټکر له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامنبي نبيزاده وایي چې د ټکر وروسته ۴۰۲ بس چپه شوی او د پېښې ټول قربانیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. چارواکي وايي چې ټپيانو ته بېړنۍ درملنه روانه ده.
ورته پيښې ډير کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.


















