کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د “سبأ” خبري اژانس د راپور له مخې، د صنعا ځانګړې نظامي محکمې ۱۷ یمني وګړي، چې د امریکا، سعودي عربستان، برېتانیا او صهیونیستي رژیم لپاره پرې د جاسوسۍ تورونه ثابت شوي په علني ډول د اعدام په سزا محکوم کړي دي.
محکمې ویلي، چې یادو کسانو د دولت مهم امنیتي، استخباراتي او پوځي معلومات بهرنیو استخباراتي ادارو ته سپارلي وو، چې له امله یې په یمن کې د مرګژوبلې او ویجاړۍ پېښې رامنځته شوې دي.
د پلټنو له مخې، تورنو کسانو په شعوري ډول د یمن د حوثيمشرتابه پر ضد د بهرنیو هېوادونو له خوا د بریدونو زمینه برابره کړې وه، چې د یمن ملي حاکمیت ته یې جدي زیان رسولی دی.
د یمني چارواکو په وینا، د دغو جاسوسانو پر ضد محکمه شفافه او علني روانه وه، او پرېکړه یې د موجودو شواهدو او اعترافاتو پر بنسټ شوې ده.
د یادونې ده چې د یمن مشرتابه تل ویلي، چې بهرنۍ لاسوهنې یې د هېواد د جګړې او بېثباتۍ لوی لامل دي.


















