د حزب‌الله او صهیونیستي ځواکونو ترمنځ نښتو کې اشغالګرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د لبنان له جنوبي سیمو څخه راپورونه وایي،چې د حزب‌الله اسلامي مقاومتي غورځنګ او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوې دي، چې په ترڅ کې صهیونیستي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

لبناني رسنۍ وايي، دا نښتې له هغې وروسته پيل شوې، چې اسرائيلي الوتکو د حزب‌الله پر سنګرونو هوايي بریدونه وکړل؛ خو حزب‌الله په چټک غبرګون کې د اسرائيلو یو شمېر نظامي پوستې او وسایط په توغندیو وویشتل.

د حزب‌الله اړوند سرچینو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې ګڼ اسرائيلي سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي او یو شمېر پوځي وسایط یې له منځه تللي دي.

اسرائيلي پوځ هم د نښتو پخلی کړی؛ خو د تلفاتو په اړه یې جزيیات نه‌ دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button