پېښور کې پر ایف سي مرکز سرتيری او وسله وال بريد؛ ۳ ايف سي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د خېبر پښتونخوا پېښور کې د ایف سي پرېډ د هیډکواټر يا مرکزي قرارګاه پر اصلي دروازه زورور سرتيری برید شوی دی. د پېښې سره سم په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په لومړي سر کې سرتيري بریدګر خپل ځان الوزولی او وروسته دوه نور وسله‌وال د هیډکواټر ودانۍ ته ننوتي او لا هم ډزې روانې دي.

چارواکي وايي، په برید کې د ایف سي درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. ټپیان د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته انتقال شوي او په روغتون کې بیړنی حالت هم اعلان شوی دی.

سرچينې وايي، ممکن مرګ ژوبله تر دې هم زياته شي.

Related Articles

Back to top button