حبیب الرحمن حکمتیار: هغوی چې پرون یې نور د پاکستان غلامان بلل؛ خو نن خپله د اسلام اباد ملاتړ غواړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حزب اسلامي ګوند د مشر انجینر” ګلبدین حکمتیار” زوی حبیب رحمان حکمتیار د اسلامي امارت ضد دوو جبهو له نوم اخیستو پرته وایي، چې د جمهوري نظام پر مهال د دې جبهو مشرانو نور کسان د پاکستان په مزدورۍ او لاسپوڅۍ تورنول؛ خو اوس یې د افغان حکومت پر ضد په خپله د پاکستان ملاتړ جلبولو هڅې پیل کړې دي.
د ښاغلي حکمتیار موخه د اسلامي امارت حکومت ضد جبهو ته ده، چې د یوه مشرۍ د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او د بلې هم د پرځیدلي جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا کوي.
حبیب رحمان حکمتیار دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې او ویلي یې دي، چې دغو خلکو په داسې کړنو خپل اېمان، شجاعت او وطندوستي نندارې ته وړاندې کړل.
وروسته له هغې چې د اسلامي امارت او پاکستان اړېکې ترینګلې شوې، داسې ګنګوسې دي، چې پاکستان غواړي د اسلامي امارت پر ضد د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا په مشرۍ د ازادۍ ملي جبهې ملاتړ وکړي.
ددې جبهو مشران هم د اسلامي امارت پر ضد د پاکستان ملاتړ ته خوښ دي او هرکلی یې کوي.



