د امام ابو حنیفه نړيوال نندارتون پای ته ورسېد؛ د ۷۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسليک شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

په کابل کې د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړيوال نندارتون له پراخ ګډون وروسته پای ته ورسېد.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئيس محمد نبي امیني وايي، له دغه نندارتون څخه شاوخوا یو ميليون کسانو ليدنه کړې ده او د بېلابېلو توکو پلور یې ۸۰ ميليونه افغانیو ته رسېږي.

د امیني په وینا، نندارتون سره له دې چې د کورنیو محصولاتو د معرفۍ لپاره مهم و، د بهرنیو شرکتونو د ګډون له امله یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ښه فرصت هم برابر کړی و. د ایران، هندوستان، ازبکستان او ګڼو نورو هېوادونو استازو په نندارتون کې ګډون کړی و.

هغه زياتوي چې د نندارتون تر څنګ د «سوداګریز تواصل» تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه هم شوې ده چې پکې د بېلابېلو سکتورونو په کچه د څه باندې ۷۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه او قراردادونه لاسليک شوي دي.

Related Articles

Back to top button