
د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۱۲۰۰ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو پولو ۱۲۰۰ کورنۍ (۶۵۳۲ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او د ثبت، بایومتریک، لېږد، روغتیايي خدمتونو او مالي مرستو په ګډون اړین خدمات ورکړل شوي دي. تر ټولو ډېر مهاجر د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوي چې شمېر یې ۹۰۰ کورنیو او ۵۰۱۷ کسانو ته رسېږي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د لېږد په برخه کې ټولټال ۱۴۹۲ کورنۍ (۷۶۹۵ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او شاوخوا ۹.۳ میلیونه افغانۍ د کرایې په ډول ورکول شوې دي. همداراز ۱۳۸۷ کورنیو ته نږدې ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
د خدماتو په برخه کې له مهاجرینو سره د خوراک، روغتیا، مخابراتو او لومړنیو اړتیاوو مرسته شوې ده زياتوي لسګونه زره ډوډۍ او اوبه، نږدې ۴۷۷ روغتیايي تداوۍ، او ټولټال ۱۲۹۴ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي دي.



