ذبيح الله مجاهد: پاکستاني هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۹ ماشومان او يوه ميرمن شهيدان شوي 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، تېره شپه د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان هوايي ځواکونو برید کړی چې د یوې کورنۍ لس غړي پکې شهيدان شوي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، برید د ولایت خان ولد قاضي میر پر کور شوی او په کې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ انجونې) او یوه ښځه شهيدان شوي، او کور یې ټول‌ټال ویجاړ شوی دی.

مجاهد زیاتوي، چې د خوست تر څنګ په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې هم پاکستان جنګي الوتکو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې څلور ملکیان ټپیان دي.

ښاغلي مجاهد په خپل اکس اکاونټ د شهيدانو کوچنيانو انځورونه هم خپاره کړي دي.

دغه هوایي بریدونه په داسې مهال ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو اوونیو راهیسې اوربند روان و، خو د تازه بریدونو له امله دغه اوربند له منځه تللی دی.

Related Articles

Back to top button