
خلیلزاد د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ګډ څارونکي مرکز د جوړېدو خبر ورکوي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان خاورې د پاکستان د پوځ وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او له ملکي قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي، د ملکیانو په نښه کول د پراخې جګړې احتمال زیاتوي او د دواړو هېوادونو د ستونزو حل لاره نه ده.
خلیلزاد څرګنده کړې چې په راتلونکو ورځو کې د ترکیې یو پلاوی اسلاماباد او ښايي کابل ته هم سفر وکړي په وینا یې د دغو لیدنو له لارې به په انقره کې یو ګډ څارونکی مرکز پرانیستل شي چې د قطر، ترکیې، افغانستان او پاکستان استازي به پکې برخه ولري.
د خلیلزاد په خبره، دغه مرکز به یوازې د وضعیت څارنه نه کوي، بلکې د هر ډول ادعاوو او راپورونو تر ترلاسه کېدو وروسته به د شخړو د حل هڅه هم ترسره کوي.



