پاکستاني پولیسو اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر کورنیو پراخ عملیات کړي؛ ۱۵۰ کورنۍ نيولي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو تېره شپه د اسلام‌اباد په ارجنټینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو پر خېمو ناڅاپي چاپه وهلې او له سلو څخه ډېرې افغان کورنۍ یې نیولي دي. د کډوالو په وینا، شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ د شپې شاوخوا یوې نیمې بجې د پولیسو له لوري تر نیولو وروسته د ایستلو لنډمهالو کمپونو ته لېږدول شوې دي.

افغان کډوال وايي، پولیس د عملیاتو پر مهال په زور پارک ته داخل شوي او له ځینو کسانو سره یې ناوړه چلند کړی دی.

د مدني فعال سهراب بخشي په وینا، په دې پېښه کې یو ماشوم هم سخت ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

کډوال دغه عملیات بې‌سارې بولي او ټینګار کوي چې په پاکستان کې د افغانانو وضعیت له مخکې څخه ډېر خراب شوی دی.

دوی وايي، د هرې ورځې په تېرېدو له نویو فشارونو او ګواښونو سره مخ کېږي او د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.

د يادونې ده، چې دا هغه افغان کډوال دي چې په اسلام اباد کې د بهرنيو هېوادونو تګ لپاره د ويزو په انتظار دي.

Related Articles

Back to top button