د سوډان جګړه؛ پلازمینې خرطوم کې خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د حکومتي ځواکونو او د چټک غبرګون ملیشو ترمنځ سختې او خونړۍ نښتې روانې دي.

ځايي سرچینې وایي، دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي، چې له امله یې سلګونه ملګیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، نښتې د خرطوم ښار په مرکزي او شمالي سیمو کې روانې دي او هلته د توپچي بریدونو ترڅنګ هوايي بمبار هم شوی دی.

دواړه لوري یو بل د تاوتریخوالي په زیاتوالي تورنوي او وایي، چې جګړه به تر هغه دوام وکړي، چې مخالف لوری شاتګ ونه‌ کړي.

نړیوالو مرستندویو بنسټونو د رامنځته شوې بشري فاجعې په اړه اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لوریو یې د اوربند او د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button