ولسمشر اردوغان: غزې ته د ځواکونو لېږلو ارزونه کوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې انقره دا مهال ارزوي، چې آیا د نړیوالو سوله‌ساتو ځواکونو په چوکاټ کې غزې ته خپل ځواکونه واستوي که نه.

اردوغان دغه څرګندونې د جنوبي افریقا په کوربه‌توب د «G20» سرمشریزې تر پای ته رسېدو وروسته کړې دي.

هغه ویلي، چې اسرائیل په غزه کې نسل‌وژنه کوي او نړیواله ټولنه باید د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه د نړیوالو ځواکونو د احتمالي حضور په صورت کې چمتو ده، چې غزې ته د ثبات او امنیت راوستلو لپاره خپل ځواکونه واستوي؛خو دا پرېکړه به یوازې هغه مهال وشي، چې ارزونې یې پای ته ورسېږي.

اردوغان ټینګار کړی، چې ترکیه د فلسطيني ملت ترڅنګ ولاړه ده او د سیمې ثبات لپاره به له خپلو هڅو لاس وانخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button