اسلامي امارت د پاکستان هوايي بریدونه غندلي وايي، مناسب وخت کې به ځواب ورکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني پوځ له لوري د خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو په هوايي بریدونو تند غبرګون ښودلی او دغه اقدام یې د افغانستان د حریم ښکاره نقض بللی.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا بریدونه د ټولو منل شوو نړيوالو اصولو پر ضد دي او پاکستان د غلطو اطلاعاتو پر بنسټ د وضعیت د لا خرابېدو لوری نیولی:«د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاسته‌راوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيااو د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای».

تېره شپه د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان هوايي ځواک د ولایت خان ولد قاضي میر کور په نښه کړی چې په کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي. وژل شوي کسان ۹ ماشومان او یوه ښځه دي او کور په بشپړ ډول نړېدلی. همدارنګه په کنړ او پکتیکا کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي چې څلور ملکیان پکې ټپیان شوي دي.

اسلامي امارت دا بریدونه جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې له خپل ځمکني او هوايي حریم د دفاع حق لري او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button