برېښنا شرکت: د برېښنا د تولید په کورنیو سرچینو څه باندې ۷۱۹ میلیونه ډالره پانګونه شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، دې شرکت اوسمهال په کابل، ننګرهار، بلخ، لوګر، لغمان، هرات، خوست، بغلان او جوزجان کې د ۷۱۹،۲ ميليونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۲۰۰ مېګاواټه کورنۍ برېښنا د تولید پروژې پرمخ وړي.

نوموړی زیاتوي چې د هېواد صنعتي پراختیا، ښاري پراخوالی او له بندونو د اوبو د کچې کمښت د برېښنا په وروستیو پارچاويو کې اساسي لاملونه دي.

د ډاکټر عمر په وینا، د اوبو د کمښت له امله د اوبيزې برېښنا تولید بې‌ساري حد ته راټیټ شوی، او د برېښنا پخوانۍ کم‌ظرفیته شبکه د تقاضا د پوره کولو توان نه لري. هغه وايي، په نوي لېږدیزه پروژه کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۴ ولایتونو ته د بشپړې برېښنا د رسولو پلان ځنډېدلی دی.

هغه وايي چې افغانستان لږ تر لږه لسو کلونو ته اړتیا لري څو ۲۰ زره مېګاواټه کورنۍ برېښنا تولید او وېش رامنځته کړي. د هغه په خبره، سره له دې چې د برېښنا ثابته کچه محدوده ده، خو وېش پراخ شوی او تقاضا لوړه شوې، او د شرکت ټیمونه شپه‌ورځ پر شبکې څارنه کوي څو تخنیکي نیمګړتیاوې په وخت هوارې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button