افغانستان له سعودي او چین سره اقتصادي کمېسیونونه بېرته فعالوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پرېکړه شوې چې له سعودي عربستان او چین سره ګډ اقتصادي کمېسیونونه بېرته فعال او نوي غړي ور اضافه شي.
د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کمېسیونونو ته دنده سپارل کېږي چې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په برخه کې همغږي نوره هم پیاوړې کړي.
دغه راز غونډه کې د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د وېش په تړاو د کمېټې راپور هم اوريدل شوی او پرېکړه شوې چې د ادارو ترمنځ د ملکیتونو د تشخیص وروسته دې ځمکې تصفیه شي او د کور او ښار جوړولو وزارت دې د ښارګوټي د تاسیساتو په نظر کې نیولو سره نوی انکشافي پلان جوړ کړي.



