منظور پښتون: په خوست بمبار او د افغان کډوالو وهل ترهګري او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي، چې په خوست او ګربزو سیمو کې د پاکستان له لوري وروستي بمبارونه، چې پکې بې‌ګناه ماشومان او ښځې وژل شوي، یو غیرانساني، غیراسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. هغه زیاتوي چې د ماشومانو او ښځو هدف ګرځول د ترهګرۍ ضد اقدام نه، بلکې خپله «صریحه ترهګري» ده.

نوموړي په اسلام‌اباد کې اروپایي هېوادونو ته د تګ په انتظار کې میشتو افغانانو سره د پاکستاني چارواکو- پوليسو د ناوړه چلند، وهلو ډبولو او بندي کولو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې پاکستان له کلونو راهیسې د افغانانو پر وړاندې ظلم او جبر کوي او په افغانستان کې یې منفي مداخلت دوام لري.

منظور پښتون ادعا کوي چې پاکستان د لویو قدرتونو په لوبه کې د پښتنو سیمې د فشار، وېش او جګړې ډګر ګرځوي او هڅه کوي د خپلو جیوپولیټیکي اهدافو لپاره د پښتنو ترمنځ د بې‌اتفاقۍ فضا رامنځته کړي.

هغه وايي که څه هم د لوبې په پیل کې د پښتنو تاوان زیات ښکاري، خو «پایله به یې داسې نه وي لکه څنګه چې پاکستاني جرنیلان فکر کوي».

مربوطه مطالب

Back to top button