د ۴۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د بلخ ـ شبرغان سړک د لومړي فاز د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د بلخ ـ شبرغان عمومي سړک د لومړي فاز د ۲۵ کیلومتره برخې د جوړولو او قیراچونې چارې د نږدې ۴۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.

د ياد وزارت د رسنیو دفتر وايي، پروژه د وزارت له بودجې تمویلېږي او د بلخ ولسوالۍ څخه پیلېږي چې وروسته د ترکمنستان سرحد ته د کلفت بندر پورې نښلول کېږي زياتوي چې له خصوصي سکتور سره یې قرارداد شوی چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړه شي.

د مسوولينو په وينا چې د دې سړک له جوړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي او د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو د لېږد ستونزې به کمې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button